د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شاهنواز باقر شعرونه

غزل

اوس دې د سترګو په چينه پول د چنار کېښوده
ما چې د زړه په دېوالونو ګنډه تار کېښوده

چې ستا تصوير ته ګورم خوب راځي او ټک راکوي
ما په بالښت کې د مالوچو په ځای مار کېښوده

پښتونه! ستا سوری څادر به راګنډم په ګوتو
ستن پېښور کې ږدمه، ما کابل کې تار کېښوده

ستا د وعدو زهر مې دومره په خپل ذهن وڅکل
د ژوند کتاب باندې مې نوم د انتظار کېښوده

باقره! پوه شومه چې ساه مې په لاسونو وته
ما به په ځمکه قدمونه په کرار کېښوده

د شاعر نور شعرونه ←