افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
شيشې پاكيږي ترې غبار روان دى
اوس په ذهنونو باندې كار روان دى
زما له اوښکو نه تیزاب جوړوي
د یو سړي پرې ښه روزګار روان دی
د اسرافيل شپیلۍ یې واوریدله
د پاړوګر د شکور نه مار روان دی
ما په دې ښار کې داسې عمر تیر که
چې ځم له ما سره ټول ښار روان دی
د هر چاسوری خپل وجود ته ژاړي
هر څوک زره زره په لار روان دی
باقره! بل کړه څراغونه د کور
شپه راروانه ده سهار روان دی