د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي سيد كريم خوستى شعرونه

یتیم

 ی، دا خوار یتـیم خو خاورې او ګـردونه خوری ؟

چیرته هغه څوک دي، چی د خوار یتیم غـمونه خوری ؟

پلار یی ترې شهید دی، اوس د ده دژوند حالت ګـورې
یبلی پښې ګرځیږې، پښې یی یـخ کــله اورونه خـوری

لاړل پــارلامـان تــه ، مــا ویـل، غم ددی یـتـیم به خوری
دا د خــره زامــن خو ، هـلـتـه غــوښې پـلـوونـه خــوری

دا جــنـګ سـلاران ، دا حــرامـیـان ، د خــپـلی نـه اوړی
غــلې کـوې غلـګن دی ، ددی خوار ولس خقونه خوری

راغــلـل پـه نـامــه د بـشـریــت ، دا د انـــګـــریـــز زامــن
غــرق یـی کـــړو ، وطـن رانه زمـوږ وینې او زړونه خوری

راشـی پــه خــپــل ځــان پــورې ، بــمونــه راتــه وتــړې
نه وژنې انــګــریــز کـافــر ، د خـپل ولـس هــډونه خوری

نــور بــه د بــمــو پـه ځـای ، ګـلـونـه ږدو خوستی وایی
را چی بوراګان شی ، د باغـو مـنـځ کـی ګـلـونه خوری
د شاعر نور شعرونه ←