افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
خدایه
مړ می که خدایا خو نیستمند می نه کړی
دقارون غوندې دولت مند می نه کړی
خدایــه په خپل اسلام کی مــرګ غــواړمه
خدایه تـوبــــه کــفـر پـــسند می نه کړی
خدایا ما مــړ که پــرې خـــفه بــه نه شـــم
خدایه د ورور په مـرګ دردمند می نه کړی
خدایـه که مړ شم دا بــاقــی نـسل مـی
چی د نـااهــلو سره پــیــونــد می نه کړی
چی دانــسان د مــرګ سبـب جــــوړیــــږم
خدایه هــغـه زهــــر او قــنــــد می نه کړی
شتـه رانـه یــوسـه روح می یـــوسه خدایه
خو نجایز پــیــښ پـه سـوګــند می نه کړی
دقیـــامــت او دمـــخــشــــر ورځــــــوکـــــی
کفـر ټـــولــیــو کی څـــرګــنـــد می نه کړی
خدایـه خــوسـتی یـــم مسافــــریــمــه زه
په د عــرب کی چــیــری بـــند می نه کړی