افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
تر هغه به وژل کیږو
تر هـــغــه بــه وژل کـــــــــیــــږو پـــښــتـــنـو
څو چـی ورورپــه ورور جـنــګــیــږو پـښــتنو
دا پــښـــتــو ده ایـــــا دا مـــــسلــــمانئ ده
چی ورور مــــرګ ته خو شحالـیــږو پـښتـنو
د اټکــــــه تـــر امـــــو ســره یــــو نــه شــوو
په دا ولـــی نــه شــــرمـــــیـــږو پـــښــتــنـو
یو پــه خـــواکــی د انــګــــریــز بــل د مـــړتد ؟
ځکــه مــوږ پــه سـیـنـد ډوبـیــږو پـښـتــنــو
عجیــبـه غــونــدې نـخـرې مـوږ په ځانو کړو
نه یــو کـــــــیـــږو نه بـــــــلـیــږو پــښــتــنــو
د دنیا خــلک ارام کــــوروکــی نـاســـت دی
موږ پـه ویــنــو کـــی لــمــبـیــږو پــښـتــنــو
خپل مــکـتـب او مــدرسی پـه خپله سـوزو
بی تـــعـــلــیـــمه رالــــویـــــږو پــښــتـــنـــو
خلک په غـوښــو پــلوو بــانــدې مــــاړه دی
موږ نــهــر ولــی ګــــــــرزیـــــــږو پــښــتــنـو
یو پــښــتون و بـل پـښـتون ته غاړه پریوزي
سره یــو شـــي تـــبـــاه کــیــږو پــښـتــنــو
خوستی وایی چی انګریز د پنچاپ پلار دی
خو مـــوږ ولــی نــه پـــوهـــــیــږو پــښتـنــو