افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
جنګ زړونه وژنې
جنګ ســمــه غــر وژنــې ګـــلـــونه وژنې
دزړه ارمـــــــــــان او شــــرین وروڼــه وژنې
جنګ سرې سکروټې سره اورونه شیندې
جــنــــګ د هــــرچــا د زړو ســـرونــه وژنې
جــنـــګ د شیطان زوی دی د اورنه جوړ دی
اور ښــــکــلا وژنـې ښــایــســــتــونه وژنې
جنګ هستې یوسې او نیستې خواره وې
جنګ مــیـــنـــه وژنــې هـــــواســــونه وژنې
وایــی خوســـتــی چی بــربـادې ده جـــګړه
جــــــنـګ کــلې وژنـــې او ښـــارونـــه وژنې