د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

غزل

دزړه درده رانږدې لکه جانان يې
دزړه څړيکه يې پرما له ځانه ګران يې

مخفف به درته زه د نوم بدل کړم 
اول خان وې چې بياځوان شولې اوس جان يې

تغيرات لکه موسم په تا کې راشي 
ته خو بوټى نه يې غر نه يې انسان يې 

ما مې سر ورغوي کې نيولى درته درکړلو 
ته څومره بدبخته يې پرما لا بد ګومان يې

زړه د تلاش تش کړه له ګناه اوله غفلته
خدايه ته بخښونکى يې عظيم يې مهربان یې 
 
د شاعر نور شعرونه ←