افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
په کبرجن ملا مې دومره باور هم نه شته چې
راته به ووايي چې نن دې يار پخلا راځي
په هر مالت کې دې جانان د خندا کړلمه
له غريبۍ مې په زړه درد راځي ژړا راځي
د ګلاب زړه چا په چاړه وهلې،پړق چاودلى
سر يې په ځمکه زړولى،چې بورا راځي
نور دې له حسن او ښکلا سره ياري نه کوم
په هر لمانځه کې دې سوچونه د وفا راځي
سل دې د مينې په نامه له ځان سره ساتلي
د تلاش مينه چې ساتې،تا ته حيا راځي؟
١٣٨٩-١٢-٢٨ د ماسپښين يوه نيمه بجه
صفا راډيو دفتر