افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
په جانانه محفل کې ستوري له درباره غواړې
ته ظالم نه يې چې په اوښکو کې هېنداره غواړې؟
اوس به دوخت له جانانه سفر نه څه خفه يم
ته چې جانانه سپينه خوله په سپينه لاره غواړې
ته دې ښکلا دشتمنۍ صدقه مه اوباسه
بياکه غريب شوې بيا به خير دخداى لپاره غواړې
زه دې دخپل جنون په اور باندې را ګرم کړمه
هسې نامه دې د جنون ده ما تر داره غواړې
زه مې نن هر څه ستا لپاره ، ستا په لار کې ږدم خو!
تلاش ته ووايه،چې زړه به له بختياره غواړې