د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

غزل

پخپله مينه کې ارمــــــان د قتلېـــــــــدو راشــــــــــــــي

ما ته نفرت راشي د زړه د صبرېـــــــدو راشـــــــــــــي

زما خو پاکه مينه پاک زړګى جانان ســــــــــــــــره دى
هسې نه زمونږ منځ کې اغزى په شين کېدو راشـــــــي

هرڅوک هر څه خوري خو هر څه نه وايي دا متل دى
که مې جانان ددې متل په پوهېــــــــــدو راشــــــــــــي

چې مې جانان يو څو خبرې د بېلتون وکــــــــــــــــړي
زړه مې په درد شي ټول بدن په لړزېدو راشـــــــــــي

تلاشه بس دى نور د عشق له کتـــــــــــــاب مخ واړوه
هسي نه ستا پکې عنوان د ختمېــــــــــدو راشــــــــــي
د شاعر نور شعرونه ←