د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي بختيار تلاش شعرونه

غزل

اوس مې ځان هېر دى،اوس مې خپله زندګي هېره ده
مينه کې مرګ شته له ما وېره د مرګــــــــــــــي هېره ده

ته پر ما ګران يې،زما ځان يې،اې زمــــــــــــــــــا ايمانه
بس نن اقرار کوم چې مانه بزرګي هـــــــــــــــــــــــــېره ده

خدايه ورک شوى جانان بېرته په لېمو کې راکــــــــــړې
له ما خو هسې هم اوس خوښه د زړګي هېـــــــــــــره ده

چې پرې لمبه شمه ايره شمه ذرې ذرې شـــــــــــــــــــــــم
له مانه وېره د سکروټو د لوګـي هېـــــــــــــــــــــــــــــره ده

سجدې کوه،اخر پوره به دې کړي هر يو ارمـــــــــــــــان
چاويل تلاشه چې دې خدای ته  بندګي هېــــــــــره ده؟
د شاعر نور شعرونه ←