افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
دديدن خيرات
نن دې سترګو کې د کوم شراب مستي ده
چې راغلې مې په زړه هســې سستي ده
ستا ترخې سپورې زما خوږې د نـــــــــــورو
ياره! دا څه محبت څنګه دوســــــــــــتي ده
ساقي ستا د منت بار په ولونــــــــــــه وړم
دا باده زما په لاس کــــــــې ((الستي)) ده
پيدا شوی له ازله يم سرلــــــــــــــــــوړی
د غماز غوندې مې کله زده پســــتي ده
دديدن خيرات ژرژر ويشه په خـــــــــــــوارو
د خير کار کې په کار هرکله چســـــتي ده
مبارک دې د ښکلا هستي تل اوســــــــه
راپه برخه تل مدام ماته نيسـتــــــــــي ده
ای د حسن زبردسته رحم بويـــــــــــــــه
د حافظ خواري د عمر زيردستـــــــــي ده