افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ستا له رنګه خلک رنګ اخلي ښکليه
دځوانۍ خومار ته بنګ اخلي ښکليه
اوس بې مينې خلک مينه مينه پايي
خو زمونږه زړونه زنګ اخلي ښکليه
د ښايست په فلسفې پسې مونږ ورک شوه
خو فايده ترېنه بدرنګ اخلي ښکليه
ستاپه نوم دلته کې ډېر خلک اباد دي
ستاپه نوم خلک قلنګ اخلي ښکليه
ستا ( ساحل) چې دښايست بازار کې ورک دى
ستا سينې ته به لونګ اخلي ښکليه