د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي رفيع الله روشن شعرونه

غزل

ښــکلې شــي نغمه شـــي مهربانه شـــي په تلـــومې
مينــه شي، وفـــاشي، قـــدردانه شــي په تلــومـــې

پوهــېږم چــــې مـندر ته دورتـــلومې جواز نشتـــــه
باور دى چــې هــــندوه مسلمــــانه شي په تلــــومې

منم چې په رام رام او په بګوان يې پوخ ايمان دى
خوومنــئ چــې خلاصه به ايمان نه شي په تلــومې

هروختې ځوابونه کړي چې راشــــه خو چې ورشــم
راپرېوځــــي څه ټکـــه پښېــــمانه شــي په تلومــــې

داضد دى که پښتو دى چې له ماسره يې کـړي نن
مـاپرېږدي په محفل کې دا روانه شـــــي په تلومې

وي ستـونزوکـــــې راګــېره مې  دبـــڼ ښکلې بلبـله
يوه يوه ختــــمېږي او اسـانه شــــــي په تلـــــومـــــې

خوکلــه کلــه ګــــــوره شي د ورځو مخــــــالـــــــــــــفه
ولا جوړ ځـنـاور وي خو انسانه شــــــي په تــــلومې

روشنه! څه جادو،منتر،تعويزخــــــودې پـــرې کړى
شي تاوه په حجاب کې سره حيــانه شي په تلومې

د شاعر نور شعرونه ←