افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
سوله
چې له منځه وړي نفاق سوله يې بولي
چې پيداكړي اتفاق سوله يې بولي
ده علاج دبدمرغيو،بدبختيو
ختموي چې هرشقاق سوله يې بولي
هوسايي،پرمختګ، مينه محبت
كه لري كوم يومصداق سوله يې بولي
ده مصدرټولې ښېگڼې ترې راوځي
چې ترې كېږي اشتقاق سوله يې بولي
راځئ ټول په اتفاق سره نارې كړو
((چې لرو يې اشتياق ))سوله يې بولي
(روشن) نن د خپل صنم په غېږكې پروت دى
چې دى ضددهر فراق سوله يې بولي
۱۳۸۸\۷\۱۰