د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي رفيع الله روشن شعرونه

زه لاوړوكى يم

زه لا وكړوكى يم په ځان پوره پوه شوى نه يـم
په خپله ګټه او توان پوره پوه شوى نه يـــــــــم

زما ملګرو مكتب خلاص كړ پوهنځى وايي اوس
زه په حساب جمع مېزان پوره پوه شوى نه يــم

خـــلك چاپيردى د سپوږمۍ په لور بيړۍ چلوي
زه ليونى غره ته روان پوره پوه شوى نه يــــــم

زما ملګري كمپيوتر كې ريسرچونه كـــــــــوي
خو ما مبايل نكړ چالان پوره پوه شوى نه يــــم

د نورو خلكو سره او شنه ګلان ښكاره شول باغ كې
خو زه لا نه يمـــه باغوان پوره پوه شوى نه يــــــــــم

چې د وطن د ګېډې خپله اپرېشن وكړمــــــــــــــــه
سپينه چپنه كړم په ځان پوره پوه شوى نه يــــــــــم

وايي ((روشن)) په يو آواز د تكبير غږ پورته كــــــــړئ
جوړوو نن افغانستــــــــان پوره پوه شوى نه يـــــــم

د شاعر نور شعرونه ←