افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
دزړه بدل كې زړه
راشه چـې تحفه كې درته زړه دركـــړم
زه درته ټول ځان دركړم هرڅـه دركـړم
ته زمادمينــــې نه خونـــــد واخلــه نــن
ډېـربه زه په مينــــه كې خواږه دركـــړم
ستـرګې ښايستــې دې په نظـرنشي
راشه چې لوګـــي ته يــې باڼــه دركړم
بيــــاكابـــــلــۍ پېغـلې راتــــه وويــــل
واخلـه چې لبان درته تـــك سره دركړم
دغه دښارنجـونې څومــره شوخــې دي
ښه دې چورتالان كې بياوۍ څه دركړم
ميــــنه خوجنـس ندى پـېرل كېــږي نه
تاتــه به دمينــې قېمت څــــه دركـــړم
نن يې ويل روشنـــــه پر تازېــــرى كړم
زه به هـــــم دزړه بدل كې زړه دركـــړم