افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
تورغر مې راته يادشي اوسپين غر مې راياديږي
مماڼې اوګــــــورګــــــــورې اونښترمې راياديږي
موسم دپسرلي دی هـره خوا وږمې خورې دي
سندرې دقمريانوهرسحر مــــــــې رايـــــاديږي
دپيغلو کتارونه په اوږو سره شــــــنه منــــــګي
رنګين دپسرلي په څېر ګودر مې رايــــــــاديږي
چــــــې جوړبه يې فضاکې يوانځور دمحبت کړ
دزاڼوکتـــــــــارونــــــــــه اولښکر مې راياديږي
چې کله څوک دلوړوغرونـــــــومونه راته واخلي
سالنګ ،کوهاټ ،شمشاداوماهيپر مې راياديږي
امونه رانيولې تــــــــــر بــــــولانــــــه تر جېلمه
شمله دپښتونخوا رنګين خيبر مې رايــــــاديږي
(روشنه )داهېــــــــــــواد موږته ډالۍ دهيچانده
پدې چې خاورې شوی هر يوسر مې راياديږي