د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي رفيع الله روشن شعرونه

نرمه سيلۍ

ښكلې يې ښايستــــــــــه يې نازنينـــــــــــــــــــــه يې
نرمه يې پستـــــــــه يې تكه سپينـــــــــــــــــــــــــه يې

مينه كړې  هرچاسره نفــــرت سره دې نه لــــــــــــــږي
خــــوښه دهرچايې ځــــــكه ټولوته شيرينـــــــــــــه يې

ته لـــــــكه سپوږمۍ په شان رڼاخوره وره ســـــــــــاتې
ستورۍ دســـــبايې ګلــــې ډېره بهترينـــــــــــــــــه يې

فكردې ملــــــــــنګ دى خوكارونه پاچاهي كــــــــــــوې
لمرغوندې شغـــــــــلې كړې په هرلوري ګلورينــــه يې

ته دخړې وريځې پـــــه شان مخ داسمان نه پوښــــــې
ته نرمه سيلۍ يـــــــــــــې وړې لمنځه ورېځ لمرينه يې

خپله خوښايسته يې خــــوبـــــــدرنګـــــــوته بد نه وايې
ښكلـــــــې ساده ګۍ يې مينـــــــــه مينـــــــــــــه يې

د شاعر نور شعرونه ←