افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ته راته کښينه کړم به نوش ستا د ليمونه شراب
په مثال څکم به د جنت کوثر ويالونه شراب
ما د نشې اغاز له تا کړی په تا اختتام
حساب يې نه لرم چې دونه دونه دونه شراب
چې په نوشلو يې ګناه نه وای ثواب واي پکې
کاش چې راوتي واي اوبو په ځای د غرونه شراب
تنده مې ډيره ده خو جيب کې پيسې نه لرمه
پام د نوش پاتو ساقي توئ. نکړې پيالونه شراب
مونږ ملامت په څه شو تاسو قضاوت وکړئ ځئ
حسينو ښه بولم د ستاسو د وعدونه شراب
اهنګه تا چې د سرور پرده را. ونيوله
اوس نو راوويشه د دې خوږو نغمونه شراب