د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه

غزل

هو صيب شراب ! ومې څښل نو؛
د څه حساب ! ومې څښل نو؛

څه يې. جنت او څه. دوزخ
که وي عزاب ! ومې څښل نو؛

زه او زاهد يو مرور
اورې جناب ! ومې څښل نو؛

يا يې څه سپين او يا يې سرۂ
يا رنګ ګلاب ! ومې څښل نو؛

مه نڅوه ماته توبې
تېر له ثواب ! ومې څښل نو؛

ستا ټول جنت بيا. مالا مال
هو ميوه ناب ! ومې څښل نو؛

نه غواړم زه له تانه سوال
تېر له جواب ! ومې څښل نو؛

عقل مې څه خام دی سرور
مندر مهراب . ! ومې څښل نو؛
د شاعر نور شعرونه ←