افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
زما بدنام بدنام جانانه راغاړې اوځه
ډک د الزام الزام جانانه راغاړې اوځه
هو سره د عوزر کفاره پر غاړه اخلم
خو ته سره د جام جانانه راغلاړې اوځه
دبل وطن په مزدورۍ مې ريبلی دی ځان
پام کوه پام پام جانانه راغاړې اوځه
ما د شرابو په زوق ځان وژلی ښه دی
ناره مې ښه ده عام جانانه راغاړې اوځه
راځه محفل کړو مقدص د سروره ياره
ته د ثواب په نام جانانه راغاړې اوځه