افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
تر سو به زه بوګنيږم په ولاړه زما پيره
ما خپل سادر کې ځان سره درنغاړه زما پيره
رنځور يم زما پکار دي درملنې لره ای
بس لږ غوند رانه تاو که د خولې لاړه زما پيره
هوس که مې شکست دی خو دا تنده هم توبه
ته اوګوره زما د شونډو پاړه زما پيره
دا مخ تندی مې ځکه نن وهم په دواړو لاسو
د چا په حق کې بنده مې ده غاړه زما پيره
د ښپو خاپونه ټول ستا ما شمارلي په خپل پل
د ښار نه راشورو آين تر دې شاړه زما پيره
د ډيرې خوشحالۍ مې سترګې ډکې شوې او راغله
دا اوښکه نو اوس کم طرف ته لاړه زما پيره
ای دا دی درته مخي ته او پروت يم پاڼي پاڼي
اوس ستا کيف دی په هر کيف کې مې ژباړه زما پيره
ته زړه د سرور څه کې خو مثال يي دسې واخله
دې چاود ځمکې ته ګوره داسې تراړه زما پيره