افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
دۂ فلک نه تر زقوم درپسې لاړم
لکه شمعه داسې موم درپسې لاړم
په خواهيش د منظر کش رسم بيديا ته
داسې نه ده چې په نوم دپسې لاړم
کرديګار وه دا ايره رانه تاو کړې
زه له هغې په خپل سوم درپسې لاړم
د اسمان پلو مشال رنګ د وريښم دی
دۂ بدبختو ډلې شوم درپسې لاړم
دې تعبير وضاحت هچا هم را نه کړو
زۂ په هر نصل نجوم درپسې لاړه
يګ اهانه چغه پورته مې له خوله شوه
ګونډه کش شومه مدهوم درپسې لاړم
ورک تلبه سرور خود درپسې ورک يم
چې په لار دۂ نامعلوم درپسې لاړم