افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
عــبادت تــر عــبـادت راځــنـې پــاتــې
اوس خــو ځــکـه کـفـايت راځنې پاتې
شـکاک شوی يــم صــاحـبـه پــه بښنې
ځـه ورځــه اوس قضاوت راځنې پاتې
تــر نـقــاده کـه ئې پـريښودم نـو ؟ اله
کــنــه بـيــا خــو دلالـت راځنې پـاتې
د مرۍ تر سـومـه تله راتله خـو بيا هم
د زور دارو وضــاحــت راځـنــې پـاتـې
د مخـلصو ستـرګـو ښـکـار اوبـل سرور
نو د سـوخت ډک شـکايـت راځنې پاتې