افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
هر انسان تـر خپل مقداره پـورې تلۀ که
دلته څوک دې چې تر داره پورې تلۀ که
تـۀ حوس او زۀ حوس لرم پۀ زړۀ کې
ګـویـا هـر څوک تـر کینـاره پورې تلۀ که
چـې سُجـده یـې پـۀ عـقید کړله تر سره
خـامـخـا بـه تـر دیــنــداره پـورې تلۀ که
دا سُمبل مـخ پـۀ امبـرو وریښم پـټ دې
پـتـنـګان بـه یې تـر خماره پـورې تلۀ که
دلـتـه حُسن پـرست تـلـۀ کوي ښکاره ده
د حـسیـنـو تـر سیـنـګـــاره پـورې تلۀ که
سرور سـتـا د پـیـمـانـې خـریـدار نــۀ دې
خـو دا زړۀ يې ترمیخواره پورې تـلۀ کـه