د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه

غزل

توبې به بيا کوو يو جام په ما اول وڅښه
د ژونده څوک خبر ساقي نيټه د چانه لرې

زنه دې نيسم خير دی دغه سوال له ما مکوه
دا رانه مه پوښته چې څنګه يې ځما نه لرې

زما د پل د پاسه مه راګده قدم راپسې
له ځانه څه چې بيخي شې به له دنيا نه لرې

کيفه اوس هغسې بې کيفه کيفه نه رادرومې
کيفه تعجب نه دی چې ژوند کومه ستانه لرې
د شاعر نور شعرونه ←