افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
دا نيمه شپه نری اواز سارې ګامه پا دا ني سا
چا په رباب نيولی ساز سارې ګامه پا دا ني سا
زه د کيف ورک په تن معزوف هی ړنګ بنګ يمه
اړوم ستا د ګفتار نياز سارې ګامه پا دا ني سا
هوش معنا څه مدهوش لا څه اخ يم غرک پرک
سپينه سپوږمۍ ډکه د راز سارې ګامه پا دا ني سا
لاس کې مې جام ستا سپين دندان په تبسم
کړه راپيرزو خپل رازوباز سارې ګامه پا دا ني سا
خياله ورځه بس ته ما وړا له هر يو شرتو قيده
شه په مثال لکه شناز سارې ګامه پا دا ني سا
لکه جسد بې روحه پروت سرور يم ورک له سرور
دا دی لا څنګ دژوند اغاز سارې ګامه پا دا ني سا