د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه

غزل

ورځ دولسمه ده او خداې راستي خراب يمه
ساقي نشه مې که نشې پسې بې تاب يمه

دشپې په دولس بجې هغې ته مې چغې کړلې
ما وائل اورې کنه ستا خانه خراب يمه

ما نور درونغاړه په خپلو ګورو زلفو کې دې
ته شابه زرشه د خزان په لمر کباب يمه

دا ترک چاودلې شونډې زما سترګې لرې اوکنه
زه هم هغه يم ستا دهر يو سوال جواب يمه

لږ ې دروتړه د شپې د خاموشۍ په تار کې
خير دی که زه ستا نابللی نا حساب يمه

دې دنيا يي تکليفو ستا سرور وژلی يمه
رنګ ته مې اوګوره کالبوت يمه غرقاب يمه
د شاعر نور شعرونه ←