افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
پريده چې غرک نشه يو دواړه
پـه شونډو ښـه ده زمونږ پـاړه
مـــلاء زمــــا نـظـــر درواخـــله
بيا خپل تفسير دې پکې ژباړه
تـــه د جنت حــــورې راواخلــه
زه درتــه ګـــدم د زاڼــې غــاړه
زه که تـرې غواړم همدا غواړم
ستا چې څه خوښ له خدايه غواړه
خمار مـې ړنګ کــه په نشه کې
مـا شـرابي ستـرګو کې نـغـاړه
منـم کـه تار د سرور سپين شو
کـم بخـتې ستا هم ځواني لاړه