د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي لال پاچا ازمون شعرونه

خدايه

مينه راکــــــــړه زمــــــــا زړه بـــې زوره نه کړې
د سپــــرلـــــــي دګلاب رنګ بې شوره نه کړې


اوس د سر دښمن ته هم له خدايه سوال کړم
چې په عمر يې کــــــــورګى بې موره نه کړې


د وطــــن د ګــــــلاب رنــــــګ د هجر غېږ کې
وايي خدايه تل بل څوک بـــــــې کوره نه کړې


رنګ ترې اخلي د غـــــــــــــــزل دا توري ګله

لرې ستا د اننګو لـــــــــه اوره نـــــــــــه کړې


را خواره پرې کړه باڼـــــــــه د ستــرګو کسيه
دغه اوښکې پښتنې سر تــــــــــوره نه کړې


غنم لودى مهاجرې مرغــــــــۍ راغـــــــــلې
دپاولو ټټر بې شرنګ بې لوره نه کــــــــــــړې


په لمن کې اوښکې ټولې کړه ازمـــــــــــونه
دا ګلونه بې نوا بې شکــــــــوره نـــــــه کړې

د شاعر نور شعرونه ←