افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
مورې !
نن مې زړه ډېر خوږېږي
نن مې دوه سترګو ته
ولاړ دا ستا تصوير دى مورې
اوښکي چې راشي نو ستنې يې کړمه
مورې !
په زړه سورى سورى يم
بهر روغ ښکارمه
ژړا مې ډېره راځي
خو
بس ژړلى نه شم
وېرېږم نه چې
ستا تصوير
رانه
سېلاو د اوښکوډوب
په ګردابو کې نه کړي