د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي لال پاچا ازمون شعرونه

غزل

غزل مې ســـــتا د نـــــامه توري نه بې برخې مه  شه
د اسمان غېږ د عشق له ستوري نه بې برخې مه شه

د سر دښمن باندې دې هـــــــره بلا پرى دې ځي  خو
د مور د لاس ددعا سيوري نـــــه بــــــې برخې مه شه

چې د ادا او ښايست ناز دې وړي د ويـــــــاړ پــــه لېمو
د زړه وطن مې له کمزوري نه بې برخې مـــــــه شــه

د بـــــڼو سيورى دې خداى تاند پــــــر اننــــګيو لــــــره
شغــــــلو ه دا غرونه ســــر زوري نه بې برخې مه شه

چې ترېنه شعر ته اخــــــــــــلې شور ازمونه زما په دعا
خيال دې له دغه رنګين لــــــوري نه بې برخې مه شه

د شاعر نور شعرونه ←