افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
تور پړونى
دا سرينده تږې ښکارېـــــږي خپـــلـــــه ټنډه ژاړي
دې بندوباره سين تــــــه ګـــوري خپله ونډه ژاړي
ستونى يې لوند په نغمو نه کړ يکه زار هم چېرې
د دېــــوال سيــــوري تـــه له نورو نه په څنډه ژاړي
د چا په ياد يې قدره ورغړېده پښو تــــــه پــــــه ناز
جامه ورنه کړه چا په ژوند اوښکه بربـــــــنډه ژاړي
موريې په سترګو يې مښم او د زړه خــــــــواله کوو
را سره ستا د تور پړوني پيڅکې ګنـــــــــــــډه ژاړي
له تا نه نه دى ګيله من ملګريه بخت کــــــوټه دى
کړې له تا سره ازمون ته هـــغــــه منـــــــــډه ژاړي