افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
دفريادڅلی
چې يوڅلی دفرياد يم هېردې نه يم
چې دې سترګوکې سواد يم هېردې نه يم
دم په دم مې له نظره غورځوې چې
شکردومره خودې ياديم هېردې نه يم
تاچې ډک دلمر کچکول کړله خپل حسنه
ماويل زه ګنې شمشاديم ،هېردې نه يم
هوسۍ سترګې چې په سترګوکې دې ښکارکړم
اوس که صيد يم که صياديم هېردې نه يم
ته مې سر اوزړه مې مينه رانه غواړ ي
دلته هم زه ستا مراد يم هېر دې نه يم
دامنم چې خسروان د ې عاشقان د ي
شيرين ! زه دې هم فرهاد يم هېرد ې نه يم
تخيل مې سرګردان ستادخيال ،خيال کې
بوړبوکۍ اوکه ګرداب يم هېردې نه يم
سوځېدل مې دامعنی چې ستا قبول يم
زه ((حقيار))دهابل داديم هېردې نه يم