د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي حسين احمد صادق شعرونه

غزل

چې د احساس مرۍ پرې غوڅه نشي
ستا د نظر چـــــــــاړه دې پڅـــه نشي

ستا په ميــــــنو ســــتا پــېرزو د ستم
دا خو د هر ښكــــــلي له وسه نشي

زما سړه وينه كـــــې جـــــوش راولي
شنډه دې ستا د بــڼو هــــــڅه نشي

سكوت به ماله اخر ســا ډوبـــــه كړي
پورته كه ستا د غـــــم خپسه نــشي

ليمه په اوښــــــــكو وينځم ګورم درته
مونځ خو هيڅكله بــــې اودسه نشي

د شاعر نور شعرونه ←