د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بشير احمد ګواښ شعرونه

درپسې وژاړم

مورې ته راياده شي او ښه درپسې وژاړم
سترگې مې ملگرې وي له زړه درپسې وژاړم


باد دروازه بېرته کړي ګمان کوم چې راغللې
منډه کړم د کور تر کوزه وره، درپسې وژاړم


زما په يوه چيغه به دې زړه سينې نه ولوېده
اوس نو ولې نه راځي چې زه درپسې وژاړم


هغه ورځ مې بده وي چې تا راياده نه کړمه
هغه شپه مې خوب نه وي چې نه درپسې وژاړم


ډېره موده وشوه چې احوال له تانه نه لرم
خوب کې به مې راشي مورې، که درپسې وژاړم

د شاعر نور شعرونه ←