افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
اوښكوډك
ژوند هغه وخت ښکلى دى
چې له سرو او ښکو ډک وي
اوښکې وي هله ښکلي
چې وي له مينې ډکې
مينه به هغه وخت ښکلا ښکلا وي
چې وي يوازې بس دا ستا لپاره
اوته به هغه وخت ، ښايسته يې ياره
چې يې زما په څنګ کې