افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
کندهار
په زمرو ډکه ، دکندهار غيږه
ښکلې ده ځکه ، دکندهار غيږه
سرتيري خلک ،پکې اوسيږي
مغروره مځکه ،د کندهارغيږه
کوردپى مخو، ځاله د ښکلو
جنت بيشکه ، دکندهار غيږه
نظر پر وکه ، څښتنه ستا ده
ورکه يې مه که ، دکندهار غيږه
افغانستان که زموږجنت دى
دا يې ملکه ، دکندهار غيږه