د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلي خاطره اسحاقزۍ شعرونه

غزل

ستـــا په مړو کتو کي وایه څه تاثیر دی

چي زړګی می تل په تا پسي زهیر دی

تـــــه د میني له دردونو څــــــه خبر يې

زمامي زړه په مینه مینه کـــي خمیر دی

ستا وعدو د اعتبار په لــــــومـــــه یووړم

له ناکامه مي ژوندون پکښي را ګیر دی

ته چي خپل هوس دمیني په دام نیسې

تاته مینه د ښکـــــاري د کمــــان تیر دی

ماته مینه په پښـــــتو کـــــي عبادت دی

زما حیا ده زما وجـــــدان دی زما ضمیردی

 

لمر ټلویزیون ، کابل

د شاعر نور شعرونه ←