د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلي خاطره اسحاقزۍ شعرونه

غزل

په زړه كې مې بلا اوسي  يادونه د جانان
و ما ته ښكاري هر خوا تصويرنه د جانان


رڼا د سپوږمۍ يو خوا او رخسار د جانان بل خوا
يوه نظر ته نه رسي لمرونه د جانان


نن بيا به سپرلى خړ شي چې زما و خوا ته ګوري
نن بيا مې دې په زلفو كې ګلونه د جانان


زما ځواني به خاورې او ايرې كړې د يار غم
زما ځواني به ګل كړي څو لوظونه د جانان


اوس ټوله سرمايه مې د ژوند پاتې دوې خبرې
څو ښكلې (خاطرې) او څو ليكونه د جانان

د شاعر نور شعرونه ←