د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي سيد شاه سقيم شعرونه

غزل

شكر افغانه  پښتنه وه له لاهوره نه وه
جينۍ په سپين كې غنمرګه وه، خو توره نه وه

زه چې يې ويشتم مخامخ راته خپل ورور  ولاړ  وو
ټوپك  پردى  وو او  مرمۍ  مي  هم  له  كوره  نه وه

اوس  چې  په  نه  خبره  ژاړي  دا  بېې  زه  يادېږم
ګنې  نو ګرا نه  خو  په  زړه  دومره  كمزوره  نه وه

په  زړه  دي  څرخه  شه  ظالمه !  د خپل  غشي  څوكه
د كابل  ښكلې  په  ټوپك  د  ويشتو  ګوره  ! نه وه

ستړي  آهونه ، ستړې هيلي ، ستړې ، ستړې سلګۍ
زما  د ژوند كيسه  بس  دومره  وه  او  نوره  نه وه

سقيمه !  زه  هم  د  لښكر  جينكو  يار  يادېدم
چې مي د بخت  كاسه  لا  دغسې  نسكوره  نه وه

د شاعر نور شعرونه ←