د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي قاضي احسان الله شعرونه

غزل

بېګاه خو وکړه راته ستورو د لــــــــوګــــــــــــرو کیسه

زمــــــــا د ښــــــکلي وطـــــــن لـــــــرې مساپرو کیسه

 

د حسن خال یې ورتـــــــــه وړی د ښکـــــــــاري مرمیو

ځـــــالـــــــــې دي ورانـــــې په ژړا شوه د کوتروکیسه

 

وایي چې نه مري د قاتلو لـــــــــه کـــــــــوڅـــو راغلي

داسې یې وګڼه جــــــانـــــــانــــه د کــــــــوډګرو کیسه

 

څومره سخت زړي دي د خپلې مورپښې پءې کوي

د هوسۍ خوله کې وچه شــــــــوې د نښــــترو کیسه

 

مایې قامت د سیوري ولید چې لــــــــه غره نه دنګ و

دلته کېدله په دې کلي کـــــــــــــې د زغـــــــــرو کیسه

 

خدایه دا څومره توپـــــــــاني بــــــــــادونه راغلل دلته

اوس خو څوک نه کـــــوي پـــــه لاره د ګور ګرو کیسه

 

موږ یې د هیلو په غــــــوټیـــــــــــو کې ماښام تېر کړی

د سین څپو کې هم اوس نــه شـــــــــته د سندرو کیسه

د شاعر نور شعرونه ←