د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي تیمور شاه یرغل شعرونه

د کلي ښاپېرۍ

د کلي ښــــاپــــېرۍ ده د ګودر په مینې مسته

د ښکلو هسکو غرونو د نښتر په مینه مسته

 

د ستورو غاړه کۍ مې د اسمان له ناوې راوړه

له خیال ورته نه ګــــــوري د لمر په مینې مسته

 

کابل نه مهاجره د باګرام غېـــــــږې تـــــــه تللې

به لوږه نه پوهېږي د خیبر په میــــــنې مــــسته

 

په زړه یې را اورېږي خماري وریځو نه څاڅکې

سحر پخ مینې مسته مازیګر په مینې مســــته

 

د مســــتې مینې تږي ترې د میو کاروان بار کړ

د شونــډو شراب پلوري د کوثر په مینې مسته

 

ماران مې د خیــــالــــونو ترې چاپېره نه وېرېږي

د خپــــــــل  غــــرور ددم او د منتر په مینې مسته

د شاعر نور شعرونه ←