د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نصرت الله الهام شعرونه

غزل

څه لويه کيسه راتـــــــه رايـــــــاده شوه

ستا د خولې وږمــــــه راته راياده شوه

ستا د تـــــورو ظلــــــفو تصور کې بيا

هاغه توره شپه راته رايــــــــاده شـــوه

ځار دې د سرو شونډو له ګلپاڼو شم

سوځمه لمــــــبه راتــــــه رايـــاده شوه

چا ووې هغه مې راپه يـــــــاد شــــولو

چا ووې هغه راته رايــــــــاده شــــــــوه

بيا زما ويښته په بـــــــدن ودرېـــــدل

بيا هغه شېبه راته رايـــــــــاده شــــــوه

بيا مې ستا د شونډو شراب څښلي و

ښه شــــــــوه چې توبه راته راياده شوه

نيمه شــــــــپه الهام په سجده پرېوتم

خړه هديره راتــــــــــه رايــــــــاده شـــوه

2007.09.05

د شاعر نور شعرونه ←