د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نصرت الله الهام شعرونه

ځان پورې بمونه تړي

ددې نړۍ له انسانانو نه دې خداى وســــــــــــاتـــــه

له سړيخورو بلاګانو نه دې خداى وســـــــــاتــــــــه

دا جوړې کړې اټم بمې کــــــــاروي يــــــــــــــوه ورځ

درګ له لويو تجارانو نه دې خـــــــــداى وســــــاته

 

په سرو مرميو په پمونو نړۍ ســـــــــــره لمپه کړي

غواړي چې ډکه له ګلونو نـــــــــړۍ سـره لمپه کړي

دلته انسان غواړي چې کور دبل انسان وران کړي

او د انســـــــــان د اميـــــــدونو نړۍ سره لمبه کړي

 

مينه ټولېږي او پــــــــه دې نړۍ کې جنګ خوېږي

دلته وژنې کېږي اوس د وينــــــــې رنګ خورېږي

دوى پرمختګ کړى د وسپنې نـــه کلک دي مګر

په دغې وسپنې د تورې کرکې زنـــــګ خـــورېږي

 

اوس دسپېڅلي سپاوون ژوند ته خطر پېــــښ دى

په سپېره دښته کې دشپون ژوند ته خطر پېښ دى

څو ک يې له ځمکې ولي څوک يې له اسمانه ولي

دلته دهر يوه پښتون ژوند تـــــــــه خطــر پېښ دى

 

دلتـــــــــه انـــــــسان پاڅي انسان پوري بمونه تړي

ژوند ته په سپــــــــکه ګوري ځان پوري بمونه تړي

ځان ته ګلونه غـــــــــواړي ځــــــان ته امنيت غواړي

زمونږ په ګران افغانستان پـــــــــوري پمــــــونه تړي

د شاعر نور شعرونه ←