افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
اوس مو په وينو تجـــــــــارت کېـــــــــــــږي
اوس مو ساده مسلـــــــمانــــــان مــــــړه دي
اوس مو بلا ګــــــــلـــــــــــونــــــه ورژېـــــدل
اوس مو غوټۍ مړې دي ګلان مـــــــړه دي
اوس دبز ګر پر شونډو نـــــشــــــــته مسکا
اوس مو تنکي ، تنکي ځوانان مـــــړه دي
دغه دلويو انـــــــسانــــــــانــــــــــو وطــــــن
دا د وليانـــــــــــو ذاهــــــــدانــــــــو وطــــن
هغه په سرو ويـــــــــنو کــــــــې ولمـــــباوه
چې ((مينه)) وايي مګر ((وينه)) غواړي
داملت کوڼ نه دى خو غـــــــوږ ، غوږ دى
يوه خبره تــــــــــکه سپــــــيــــــــنه غواړي
زمونږه کلى تــــــاليـــــــــدلى نـــــــه دى ؟
هو ! دغه ښکلى تا لـــــيدلى نــــــه دى ؟
شمشتو پېښور پښتونخوا : ٢٠٠٦