د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نصرت الله الهام شعرونه

غزل

دازه چې ګرځمه هــــــــرخــوا ګــــــورم
جانانه تالــــــــــــټوم تـــــــــاګـــــــــورم 

 

چې سترګې وغړوم هېڅ نه ويــــــــنم
چې سترګې پټې کړم دنيــــــــا ګورم

 
ديار له کلي چې ستنــــــــــېږمه ، نو
په مخکې ځمــــــــه اوپــه شا ګورم

 
دانتها له پولې بـــــــــېرتـــــــه ځمه
اوهغه خپــــــــله ابـــــــــتــــدا ګورم

 
( الهامه ) هيچا چې څکلې نه وي
تالــــــــــره دغســـــــې ســــزا ګورم
 
شمشتو پېښور پښتونخوا : ٢٠٠٦ ز
د شاعر نور شعرونه ←