افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
يمه خومار دمېکدې سيــــــــوري تـــــه
دشنو شرابو دغرمې سيــــــــــوري تـــه
دشنو شرابو دغرمې سيــــــــــوري تـــه
دازندګي به نو څه خـــــونــــــد ولــــري
ديوې سترې اندېـــښــــنې سيــوري ته
هرچا يوازې بس غـــــمــونه راکـــــــړل
پنا مې راوړه دپيالې سيــــــــوري تـــه
لکه پتنګ به ځان ايره ، ايــــــــره کړم
ديوې شمعې دلمبې سيـــــــــوري ته
ديو غريب سلګۍ په ستوني کې دي
ديو بــــــډاى ددروازې سيـــــــوري ته
زلفې مـــــــلاتــــــړ لرمه ، ته غرموته
او زه به ناست يمه همدې سيوري ته
( الهامه ) هسې نه سپين ږيرى شمه
دسورکو شونډو دوعدې سيوري ته
دسورکو شونډو دوعدې سيوري ته