افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
دجنت اودرومــــــــان پــــــــــه لاره درومو
مونږ ديو شريک ارمــــان په لاره درومو
مونږ ديو شريک ارمــــان په لاره درومو
پرښيښه دزړه غبار پــرېـــښوداى نه شو
چې د اوښکو دباران پــــــــه لاره درومو
چې د اوښکو دباران پــــــــه لاره درومو
له شيطان سره مـــــــو کلکه دښمني ده
قدم اخـــــلــــو ديـــــزدان په لاره درومو
قدم اخـــــلــــو ديـــــزدان په لاره درومو
دازمونږه ملنګي چــــــې پــــــاچايي ده
مونږ په ځمکه داسمان په لاره درومو
مونږ په ځمکه داسمان په لاره درومو
دبنګړو په لاره نه ځو بنګړيـــــــوالې
دزنځير اودزندان په لاره درومـــــــو
دزنځير اودزندان په لاره درومـــــــو
شمشتو پېښور پښتونخوا : دروژې مبارکه مياشت ٢٠٠٦ زېږدي